IQNA

په پنډۍ كې د پيغمبر اكرم (ص) رحلت او د امام حسن (ع) شهادت لمانځل

10:27 - February 25, 2009
د خبر لمبر: 1748429
نړيواله ډله: د پاكستان په پنډۍ ښار كې د پيغمبر اكرم (ص) د رحلت او د امام حسن (ع) د شهادت مناسبت سره يو مجلس د اسفند د مياشتې په 5 نیټه تر سره شو
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د راپور پر اساس چې د پاكستان يو ورځپاڼې «The News» په نقل سره ليكی: دا مراسم چې د انجمن امام حسين (ع) په مرستې سره د پنډۍ ښار كې تر سره شول د شيعو او اهل سنتو سترو اسلامی مشرانو او پوهاندو پكښې ګډون وكړ چې په خپلو ويناوو كې یې د پيغمبر اكرم (ص) او د امام حسن مجتبی عليه السلام د شخصيتونوپه هلكه خبرې وكړی.
په دې مراسمو كې ګډون كوونكی يو عالم علامه « سيد ذاكر حسين شاه» وويل: حضرت امام حسن عليه السلام په خپل ژوند كې د خپل ګران نيكۀ محمد مصطفی (ص) په لاره روان و او د اسلام پرمختګ او د اسلام پراختيا لپاره یې غټې غټې قربانيانې وركړې.
يوبل ګډون كوونكی «عاليه امام» هم ټينګار وكړ: ګران پيغمبر په داسې حال كې خپل ځان د خلكو ژوند لپاره يوه نمونه وګرځوله چې د هغه وخت اولس له جهله ډك و
هغه زياته كړه چې د تاريخ لوستلو سره مونږ ته دا معلومیږی چې اسلام هميشه په جنګ او جګړې باندې سولې ته او د كركې په مقابلې مينې ته ترجيح وركړی دی او اسلام وايی چې د يو كس نجات د ټول انسانيت نجات دی.
په اسلام اباد كې د قرانی مركز مشر ښاغلی «عمر عباس» وويل: ډير هغه قانونونه چې پيغمبر اكرم جنګ لپاره جوړ كړی وو لكه د جنګ په وخت د ښځو او ماشومانو نه وژل، د خلكو اموال نه خرابول، او د فصلونو نه تباه كول دا سې دی چې نن د ملګرو ملتو په ائين كې هم شته.
369002
captcha