IQNA

د ايران علمی پرمختګ د اسكتبار په هيلو اوبه واړولې

10:35 - February 25, 2009
د خبر لمبر: 1748440
سياسې او ټولنيزه ډله: د ايران علمی پرمختګو د لويدیځ په هيلو چې غواړی ازاد او ستر ملت دې خپل نوكر كړی، په ناهيلۍ بدل كړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د ختیځ اذربايجان شعبې په ګزارش، د مرند ښار سپاه پاسداران قومانده ښاغلی «ميكائيلی» د پير په ورځ د اسفند د مياشتې په 5 نیټه د رضا كار پوځ د مرند مركز ټولی ته د خبرو په وخت وويل: چې د اسلامی انقلاب كاميابی كې د خلكو كردار هميشه موثر و او د دې خلكو اعتراض و چې هغه ظالم شاهنشاه ايران له زوره وغورځول
هغه وويل چې د انقلاب اسلامی په وجه زمونږ لاس ته داسې څيزونه راغلل چې ډير بې مثاله او د نړۍ خلكو لپاره د باور كولونه دی هغه زياته كړه چې د ايران علمی پرمختګې په ایټمې، هوايی او دفاعی برخو كې د دې حكومت دښمنان یې په وروسته تللو مجبوره كړل او هغوی يو لوی سبق واخست چې هیڅ كله به یې هير نه شی.
د مرند د سيمه د سپاه قومانده وويل: اسرائيل او نړيوال استكبار دا خيال كولو چې په غزې باندې حملې سره به دې ښار اوسيدونكی خپلو پښو ته راولی او په هغو چې څه كول غواړی و به كړی، خو نۀ يوازې دا چې هغوی دا كار و نۀ كړ بلكه د هغوی دې كار سره غزه نوره هم مضبوطه شوه.
368909
captcha