IQNA

د قران د ژباړه كوونكيو د روزنې لپاره يو پوهنځې جوړیږی

11:34 - February 27, 2009
د خبر لمبر: 1748937
د ادب ډله: د لومړی ځل لپاره په قم كښې د موسسه فرهنګې ترجمان وحی په مرسته د قران د ژباړونكيو د روزلو لپاره يوه زبانكده جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، قران د اسلامی څیړنو او لوستلو لپاره يوه مهمه سرچينه ده. د قران له نازليدو ته اوسه پورې 14سوه كاله مسلمانان د قران په زده كړې او ښودنې بوخت دی او د قران په رڼا كښې یې بيلا بيلو علمونو ته پراختيا وركړه. قران ترجمه هم په بيلا غرضونو او مقصدونو د مسلمانانو او حتی د نورو دينونو د كسانو په لاس ترجمه شوی دی او اوس نوره هم پراخیږی.
په دې لړ كښې مونږ ته د داسې ترجمه كوونكيو ضرورت دی چې بيلا بيل علمونه یې زده وی او دا توان ولری چې په قران باندې ښه دقيق پوه شی او په اسانه ژبه ورباندې نور هم په خپل نثر او روان قلم سره پوه كړی.
موسسه فرهنگی ترجمان وحی، په 1373 كال كښې د اوقافو او ښیګړې كارونو د وزارت او د فرهنګ او ارشاد اسلامی د وزارت په مرسته جوړه شوه او تر اوسه یې قران په 107 ژبو كښې ژباړلی دی.
د دې موسسې مشر حجت‌الاسلام و المسلمين «محمد نقدی» د دې زبانكدې جوړيدو ته په پام وويل: دا طرحه د دې موسسې له خوا وړاندې شوې ده او اوس لګيا ده جوړیږی.
هغه زياته كړه: زده كوونكی له ټولې نړۍ د دينی علمونو د زده كولو لپاره قم ته راغلی دی هغوی كولی شی چې د اسلامی علمونو د زده كړې سره سره په دې زبانكده كښې بيلا بيلې ژبې هم زده كړی. چې په دې طريقه د قران له ټولو ښه ترجمه وكړې شی.
په دې زبانكدې كښې به له ايرانيانو پوهانو او استاذانو پرته له بهرنی استاذانو هم ګټه اخستې شی.
369375
captcha