د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د خراسان صوبې شعبې د يو راپور پر اساس، د خراسان صوبې د اسلامی تبليغاتو ستر مشر حجتالاسلام و المسلمين «سيدآبادی» د دوشنبه په ورځ د اسفند مياشتې په پنځمه نیټه د زوارانو په غونډه كې د امام رضا (ع) زيارت كې په امام خمينی منډو (غولی) كې وويل: چې ګران پيغمبر (ص) به خلكو سره ډير ښه اخلاق ساتل او مختلف قومونو خلك به د پيغمبر اكرم له اخلاقو متاثر كيدل او د دې نيكو اخلاقو په وجه به یې په پيغمبر اكرم باندې ايمان راوړه او همدا اخلاق د اهل بيتو عليهم السلام هم و.
هغه زياته كړه چې الله تعالی پيغمبر اكرم د انسان په شكل او د مسلمانانو له جنسه پيدا كړ چې هغوی لپاره نمونه وی. او مسلمانان هم بايد په خپل كار او كوشش سره د جنت سخته لاره سر ته ورسوی.
هغه وويل چې د انسان په فطرت كې د نورو خلكو سره د مينې او ښیګړې كولو ماده موجوده ده.
369289