IQNA

د (( سحر )) چينل او د انګريزی ژبو مخاطبانو لپاره د نمونځ زدكړه

12:19 - February 28, 2009
د خبر لمبر: 1749302
هنری ډله: سحر چينل نمونځ د بندګۍ جلوه نومې پروګرام كښې خپلو مخاطبانو ته د صحيح نمونځ ادا كولو د طريقې ښيی.
د ايران قرانی خبری اژانس د سحر نړيوال چينل د عمومی روابطو په نقل سره رپوټ وركړ، دغه تركيبی پروګرام چې پروډيوسر او ډائركټر یې محمد جواد رجب زاده دے خپلو انګريزی ژبو مخاطبانو ته د نمونځ او د هغۀ د احكامو د زدكړې په هدف سره د سحر نړيوال چينل په انګريزی برخه كښې برابرول كیږی. د رجب زاده په قول د پروګرام محتوائی تحقيقات او څیړنې ختمې شوې او د ليكلو كار هم تقريباً ٤٠ فيصده سر ته رسيدلې ده او د دې په ترڅ د ريكارډنګ او فيلم اخيستنې كار به هم په راتلونكې اونۍ كښې شروع شی. د ذكرونو د قرائت د صحيح طريقې متعلق خبرې اترې، د نمونځ د اعمالو څه رنګوالې، همدا رنګ د نمونځ او عبادت فلسفې په حقله د محتوا ، بحث او خبرو اترو كارپيژندنه د پروګرام د كارپيژاندو لخو په انګريزی ژبه بيانول د نمونځ او د بندګۍ جلوه نومې پروګرام له آئټمونو څخه دی د دغه پروګرام د لړۍ په هره برخه كښې د نمونځ له احكامو څخه د اذان، د اودس طريقې، د قنوت وغيره د زده كړې په شان يوه خاصه موضوع به اختصاص ومومی. وړومبې به له هرې برخې سره تعلق لرونكو اذكارو د قرات صحيح طريقه د محمد رضا سوداګر لخو وړاندې شی او بيا به د پروګرام د كارپيژاندی محمد رضا شاملی لخوا د هغو د فلسفې او محتوائی ټكو په باره كښې خبرې وشی. همدا رنګ د پروګرام په دوران كښې به له هرې برخې او موضوع سره متعلق د رسول اكرم (ص) او پاكو امامانو احاديث او بيانونه نقلولې شی او ورسره به اړوند تصويرونه هم ښودلې شی.
369804

captcha