IQNA

فلسطين، د اردن لخوا د ميدانی روغتونو د خدمتونو درناوې وكړ

12:17 - February 28, 2009
د خبر لمبر: 1749307
سياسی او اجتماعی ډله: د فلسطين د ټرانسپورټ وزير د غزې په تړانګه كښې د مظلومو فلسطينی خلقو په خلاف د صهيونيسټ رژيم د نابرابره جنګ د زخميانو لپاره د ښه خدمت په وړاندې كولو كښې د اردن د ميدانی روغتونونو د كوششونو درناوې وكړ.
له اردن څخه د ايران د اسلامی جمهوريت د قرانی خبری اژانس (اېكنا) د رپوټ له مخې د اسامه العيسوی په غزې كښې د اردن د ميدانی روغتونونو د كتنې په دوران كښې وويل: په غزه كښې د اردن د ميدانی روغتونونو د پرله پسې كوششونو په وړاندې داسې الفاظ نشته چې له دغو كارونو څخه قدرونه وكړی. هغۀ وويل: زمونږ د اردنی وروڼو لخوا دا قربانيانې او پاملرنه بې هيلې نه وه ځكه چې د فلسطين اواردن دواړو ولسونو اصيل تعلقات هغوی په خپلو كښې تړی.
په غزه كښې د اردن د مېدانی روغتونونو مشر زهران بدير فلسطينی وزير ته د روغتونونو د مختلفو برخو له ښودلو نه پس وويل: د دغو روغتونونو د كار د شروع كولو له وخت نه تر اوسه پورې ١٤ زره مورده دې روغتونونو ته راوړلې شول چې مونږ له خپلو ټولو وسائلو نه په استفادې سره د دغو كسانو معائنه، معالجه او اپرېشنونه وكړل. اردن د صهيونيسټ رژيم لخوا د غزې د محاصرې له وخت د غزې د مظلومو خلقو هر اړخيز ملاتړ كړې او په غزې باندې له حملو نه پس یې غزې د ورغتيائی او خوراكی مرستو په لیږلو سره د غزې د ټولو لارو د خلاصولو غوښتنه وكړه.
369589
captcha