IQNA

د حقوق بشر ناظر په جرمنی كښې د استاذانو په پردې پاپندی لګول وغندل

12:12 - February 28, 2009
د خبر لمبر: 1749319
نړيواله ډله: د امريكې د انسانی حقونو غونډې په يوې بيانیې كښې د جرمنی په مسلمانانو استاذانو ښځو باندې د پردې د نه كولو پاپندی، د ښځو د حقونو خلافورزی وګڼله او دا خبره یې ډيره زياته وغندله.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فرانس د رسمی خبری اژانس (AFP) یې نقلوی، د انسانی حقونو ناظر په دې بيانیې كښې دا ويل چې د دې كار به ډېر بد انجام وی او زياته یې كړه دا رنګ قانون جوړول د ښځو مذهبی حقونه ضايع كول دی او جنسی تبعيض لا زياتوی.
په دې بيانیې كښې وړاندې راغلی دی: د جرمنی حكومت په څرګنده په اسلامی پردې حمله كړې ده او هغوی مجبوروی چې يا خپل مذهب پریږدی او يا كار.
دې غونډې ويلی دی، په پردې باندې پابندی لګول عدالت نه دی او يوه لويه غلطی ده: په يوه ډموكریټيك ټولنه كښې په پردې پابندی لګول د قبلولو وړ نه ده.
دا قانون په داسې حال كښې جاری كیږی چې د نورو مذهبونو كسانو لكه يهوديان او عيسايان دا حق لری چې د خپل مذهب مطابق عمل وكړی او علم دې زده كړی.
36980
captcha