د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له Sana یې نقلوی، د انطاكيه د كليسا مشرانو د اسرائيلو د چينل د خپروونكيو خبره دروغ وګڼله او زياته یې كړه: د اسرائيلو دا دعوا بالكل دروغ ده او دا د هغوی د نسلی تعصب نتيجه ده، له داسې كسانو چې عيسی یې په سليب اوزان كړ دا سپكاوې څه عجيبه نه دی.
په دې بيانیې كښې وړاندې راغلی دی: له ټولو ويخو خلكو غواړو چې دا سپكاوې چې د توحيد د دين سپكاوې دی وغندی.
همدارنګ د سوریې د عيسايانو مشرانو هم په يوې بيانیې كښې د اسرائيلو د لسم چينل دا سپكاوې غندلی دی او د دې كار كوونكيو لپاره یې د سزا غوښته كړې ده.
369761