IQNA

د حزب الله كاميابی د ولايت فقيه د پيروۍ نتيجه وه

12:05 - February 28, 2009
د خبر لمبر: 1749336
د افتخاری خبريالو ډله/ محمد ابراهيم فلاحی: شيخ په هغه سياسی ناستې كښې د چې د مشهد د عملی حوزې په امام محمد باقر(ع) مدرسې كښې تر سره شوه د روحانيت او ملايانو مقام ته په اشارې سره وويل: نن مونږ ټول د اهلبيتو(ع) په لاره روان يو او بايد د اهلبيتو(ع) علمونه د انسانانو د هدايت لپاره پكار راولو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د مشهد برخې په ګزارش، د حزب الله د رهبرۍ د شورا غړی شيخ يزبل په يو سياسی ناسته كښې چې د مشهد د علمی حوزې د مشرۍ د سياسی دفتر لخوا په امام محمد باقر(ع) مدرسه كښې ترسره شوې وه وويل: نن مونږ ټول د اهلبيتو(ع) په لاره روان يو او بايد د اهلبيتو(ع) علمونه د انسانانو د هدايت لپاره پكار راولو.
هغه زياته كړه د اسلامی انقلاب په اسلامی نړۍ باندې اثراتو ته اشارې سره وويل: د اسلامی دښمنانو به له دې انقلابه وړاندې دا يو پاتې دين ګاڼه خو د امام خمينی(ره) په راتلو سره د ټولو نظر بدل شو.
هغه دې ته په اشارې سره چې د صهيونيسټو مقصد د اسلامی كلتور بدلو دی وويل: اسلامی انقلاب يوه خدايی ډالۍ ده او بايد له هغې حفاظت وكړو.
شيخ يزبك په اخر كښې وويل: نن د خلكو په نظر كښې ايران د يو ځلانده نمر په شان دی او زمونږ ذمه واری دا ده چې له دې نمره حمايت وكړو چې ټول عالم له دې نوره ګټه واخلی.
369562
captcha