د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د همدان د سيمې په ګزارش، «مهدی صديق» د پنجشنبې په ورځ د اسفند د مياشتې په اتمه نیټه د سيمين د ښار د شهيدانو په ياد كښې په يو پروګرام كښې دا وويل: دښمن د ايران له علمی او نظامی مخپرتګه ويریږی او وايی چې دا زمونږ لپاره يو چيلنج دی، خو يوازې هغه هيوادونه له ايرانه ويریږی چې ظالمان او زورور دی.
هغه زياته كړه: بايد عالمان او ويناوال دې نوی نسل ته زمونږ د هغه اته كلنی جنګ حالات بيان كړی چې دا جنګ مونږ له دې سببه ګټلې و چې خپل دينی غيرت مو لرل او د اسلام پيژنګلو مو زياته وه.
370485