IQNA

د هامبورګ په اسلامی مركز كښې د صفرې د مياشتې د ختميدو پروګرام ترسره شو

11:38 - March 01, 2009
د خبر لمبر: 1749888
د افتخاری خبريالو ډله/ الهام تزنيان: د هامبورګ په اسلامی مركز كښې د سه‌شنبه، چهارشنبه او پنج‌شنبه په ورځو يعنې د 2009كال 24، 25 و 26 فروری باندې د پيغمبر(ص) د رحلت د امام حسن مجتبی(ع) او د امام علی بن موسی الرضا د شهادت پروګرامونه تر سره شول.
د ايران د افتخاری خبريالو ډلې د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په پروګرام كښې د له بيلا بيلو هيوادونو د پاكو اهلبيتو عليهم السلام مينه ليوالو ګډون وكړ.
په دې پروګرام كښې ويناوالو د پيغمبر(ص) او د اهلبيت عليهم السلام فضيلتونه بيان كړل او ماتم كوونكيو هم نوحې وويلی.
دا درې ورځې پروګرامونه به د ماښام له مانځه نه پس د قران تلاوت سره شورو كيده او په ځينې ورځې به د هغې ورځو خاص دعاګانې هم ويلې شوی. په دې پروګرامونو كښې د هامبورګ د اسلامی مركز مشر حجت‌الاسلام «سيد عباس حسينی قائم‌مقامی» وينا وكړه.
د دې پروګرامونو بشپړ ګزارش به ډېر زر خپور شی.
370398
captcha