IQNA

په تركیې كښې د «د اسلام كلتور او تمدن كښې د ښځو خدمتونه» په نامه سمينار ترسره كیږی

11:42 - March 01, 2009
د خبر لمبر: 1749892
د علم او تفكر ډله: د «د اسلام كلتور او تمدن كښې د ښځو خدمتونه» په نامه سمينار د تركیې د ښځو انجمن «ايل‌كدر» او په دې هيواد كښې د ايران د كلتوری سنټر په مرسته د شنبې په ورځ د اسفند د مياشتې په 17نیټه ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې په تركیې كښې د ايران له كلتوری سنټر یې نقلوی، په دې سمينار كښې په اسلامی تاريخ كښې د ښځو رول، په هنر او رسندويو كښې د ښځو رول او په ښوونې او روزنې كښې د ښځو رول څیړل كیږی.
همدارنګ د پوهنتون استاذه «زهره صفاتی»، د ټی وی او ریډلو د ښځو د كارونو مشره «پروين سليحی» او د ازاد پوهنتون د ښځو د څیړنې د مركز مشره «زهرا پيشگاهی فرد» په دې سمينار كښې ګډون كوونكی دی چې دوی به د كلتور او اسلامی اړيكو د مركز د ښځو د چارو د ادارې په مرسته انكارا ته روانیږی.
د «د اسلام كلتور او تمدن كښې د ښځو خدمتونه» په نامه سمينار به د ښځو د انجمن «دانا» په مرسته د يكشنبې په ورځ د اسفند د مياشتې په 18 نیټه په استانبو كښې ترسره كیږی.
370433
captcha