IQNA

د «احرارالحسين(ع)» په ويب پاڼې كښې د امام حسين(ع) څلویښت حديثونه

11:45 - March 01, 2009
د خبر لمبر: 1749897
د مجازی فضا ډله: دا ويب پاڼه له بلاګفا سرويس ګټه اخلی، چې په نوی وركړی مطلب كښې یې د امام حسين(ع) په هكله څلویښت حديثونه وركړی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، بلاګر په دې هكله ليكی: پيغمبر(ص) په يو لوی حديث كښې فرمايی: كربلا د نړۍ په مخ له ټولو پاك ځای او د درناوی له مخه له ټولو لوی ځای دی او حق دا دی چې كربلا د جنت له ځمكو ده. پيغمبر(ص) فرمايی: زما لمسې به په داسې ځای كښې خاورو ته وسپارل شی چې هغې ته كربلا ويلی شی، هغه ځمكه چې هميشه به د اسلام ګنبد وی، خدای د نوح(ع) مؤمنانو ملګرو ته په هماغه ځای كښې له طوفانه نجات وركړ.
بيا د امام علی(ع) حديث ته اشاره كوی ليكی: يوه ورځ علی(ع) په كربلا تيريده نو ویې فرمايل: دا ځای د عاشقانو د قربانۍ او د شهيدانو د حضور ځای دی چې نه به ورته تير شوی او نه به ورته راتلونكی شهيدان ورورسی.
370292
captcha