د دې خيالاتو څرګندونه د سپاه پاسداران د سياسی ادارې مشر سردار يدالله جوانی د ايران له قرانی خبری اژانس اېكنا سره په يوه مركه كښې وكړه. هغه وويل د هېواد په ابادولو او ترقۍ كښې د عدالت مسئله له ضرورياتو څخه ده.
هغۀ وويل : اسلامی انقلاب په نړيواله ټولنه كښې په يوې نمونې كېدو سره دوو مهمو اړتياؤ يعنې ترقۍ او عدالت ته خاصه پاملرنه لری. هېوادونه د عدالت لپاره په خپلو كوششونو كښې كامياب نه شول چې په دې اړه يو وده موندونكی هيواد ولری او هېوادونو دا هم ونكړې شول چې د عدالت عنصر د خپلې ترقۍ په مقوله كښې داخل كړی.
هغۀ څرګنده كړه د ايران اسلامی جمهوريت د يو دينی حكومت په توګه د عدالت او ترقۍ په شعار سره په دې لټه كښې دی چې د بشری ټولنو يوه مطلوبه بېلګه او نمونه نړۍ ته وړاندې كړی او يو حقيقی اسلام په ايران كښې وځلوی.
هغۀ زياته كړه چې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له نظره په دې دليل چې اسلامی جمهوريت د اسلام ګروهنې شعار وركوی د الهی حاكميت په لټه كښې دی او پكار دی چې د ترقۍ او پرمختګ په لاره كښې له عدالت سره مل ګام پورته كړو.
هغۀ د خلقو لخوا د عدالت غوښتنه د عدالت د تحقق يو بل شرط وبالۀ او څرګنده یې كړه اسلامی انقلاب د خلقو په اراده او د دينی تعليماتو باندې په تكیې سره كاميابۍ ته ورسېد او په بنيادی توګه د انقلاب آئیډيالونه او ارمانونه هم هغه د خلقو غوښتنې دی او نن اسلامی ټولنه د عدالت په شمول له هم هغو شعارونو سره وفاداره ده.
369540