IQNA

په عمان كښې د محصلانو د قران او د پيغمبر(ص) د حديث مقابله

9:09 - March 02, 2009
د خبر لمبر: 1750309
نړيواله ډله: د محصلانو د قران او د پيغمبر(ص) د حديثونو مقابله د تطبيقی علمونو د پوهنځای «رستاق» په مرسته په عمان كښې د اسفند د مياشتې په پينځلسمه نیټه په دې هيواد كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د عمان د «الشبيبه» ورځپاڼې یې نقلوی، دا دوه ورځنۍ مقابلې به د عمان د بيلا بيلو سيمو د تطبيقی علمونه د پوهنتونونو د محصلانو د چارو د مشر د نظر لاندې د محصلانو د ادبی، هنری او مهارتی مقابلو په ترڅ كښې ترسره كیږی.
د نهمې، لسمې، يوولسمې او دولسمې سپارې حفظ او تجويد او همدارنګ د ټول قران حفظ او د پيغمبر(ص) د ديرشو حديثونو شرح، په دې مقابله كښې د ګډون لپاره شرط شوی دی.
د عمان په پوهنځايو كښې به لومړۍ په خپلو كښې مقابلې كیږی او پكښې وړاندې كسان به اخرنۍ مرحلې لیږل كیږی او هغه دری كسان چې نمبرې یې ښې وی به بيا په رستاق پوهنتون كښې مقابله كوی.
همدرنګ د دې مقابلې كمیټۍ د مقابلو د فيصلې لپاره د رستاق د دينی او اوقافو د چارو دفتر سره خبرې كړی دی.
370811

captcha