IQNA

د اسلامی نړۍ د پريویټ غونډو د اتحادیې سمينار په مراكش كښې شورو شو

9:08 - March 02, 2009
د خبر لمبر: 1750310
نړيواله ډله: د اسلامی نړۍ د پريویټ غونډو د اتحادیې سمينار پرون د اسفند د مياشتې په لسمه نیټه د مراكش په «دار البيضاء» ښار كښې شورو شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د بحرين«bna» خبری اژانس یې نقلوی، په دې دوه ورځنی سمينار كښې به د «تركیې»، «مليشيا»، «بنگلديش»، «مصر»، «كويت»، «سوریې» او «مراكش» هيوادونه دې لپاره ګډون كوی چې اسلامی نړۍ ته ورپیښې مسلې وڅیړی.
اسلامی نړۍ د پريویټ غونډو د اتحادیې سمينار ستر سكتر «نجمی صادق اوغلو» په دې هكله وويل: په دې سمينار كښې به د محكم مخپرتږ، انسانی حقونو او د دې غونډې د غړيو هيوادونو په خپلو كښې د بې علمۍ او د ټولنيز فقر د ختمولو لپاره سره د مرستې په هكله بحثونه كیږی.
اوغلو زياته كړه: د فلسطين مسله دا ځل د دې سمينار ډېره اهم موضوع دی ځكه چې په غزې كښې د اسرائيلو د ظلمونو او د كورونو د روانولو او په زرګونو د بې ګناه انسانانو د وژولو خبرې دی.
"د اسلامی نړۍ د پريویټ غونډې اتحادیې" خپل كار د تركیې په استانبول ښار كښې د 2005 كال د میې له مياشتې شورو كړ او د اسلامی نړۍ ډېرې غونډې د دې اتحادیې غړی دی.
370845

captcha