د قرآنی فعاليتونو ډله: له هغه وخته چې د اسلام له مبين دين سره اشنا شوم نو په دې پوهه شوم چې د نورو دينونو ترمينځ دا يوازېنی دين دی چې د خپلو پيروكارو لپاره یې د ورځنی ژوند پروګرام وړاندې كړی دی او په عين حال كښې د قرآن مجيد په لوستلو سره مې د هغو ټولو پوښتنو ځواب وموند چې تر اوسه مې په ذهن كښې بې ځوابه پاتې وې.
د تائيلينډ پلازمينې بنكاك ښار د راجپوت پوهنتون د انګرېزۍ ژبې د څانګې د دويم كال محصلې ميرمن سوپنترا چنچونګ چې اسلامی نوم یې فاطمه دی او په دې وروستيو كښې یې د اسلام مبين دين قبول كړی دی په تائيلينډ كښې د ايكنا له خبريال سره په صميمانه مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره د اسلام له مبين دين سره د خپلې وړومبنۍ اشنائۍ په هكله وويل:
په وړومبی ځل چې له اسلام سره اشنا شوم د كالج په دوران كښې وو ځكه چې په هغه وخت كښې زما د كيلاس زياتره ملګری مسلمانان وو. فاطمې د اسلام د مبين دين په اړه د خپلې وړومبنۍ نظریې په باره كښې وويل: زما په نظر اسلام هغه دين دی چې له ټولو دينونو سره فرق كوی ځكه چې دا يوازينی دين دی چې د حقو پېروكارو لپاره د ژوند طور طريقه او حتی ورځنی پروګرام لری او له بل نظره يوازينی دين دی چې د هرې پوښتنې لپاره چمتو شوی ځواب لری.
هغې وويل: اسلام ته د ګروهنې له پيدا كيدو نه مخكښې په ورځپاڼو يا خبرونو كښې مې د خپلو هيوادوالو مسلمانانو په حقله ناوړه مطلب نه ؤ اوريدلی او دا ډله زما په نظر كښې په كردار، اخلاقو او چلند كښې مناسبه نمونه او ارامه مسلمانان وو او په عين حال كښې د مسلمانانو اسمانی كتاب قران مجيد زما په ذهن كښې د ټولو بې ځوابه پوښتنو قانع كوونكی ځواب لرۀ. له دې وروستو مې خپلو هم كيلاسيانو ته د خپل زړۀ حال وويلو او هغوی راته يو لړ تحقيقاتی كتابونه راكړل او د هغو په لوستلو سره د مسلمانيدو فيصله وكړه او د ځان لپاره مې فاطمه نوم خوښ كړ.
هغې زياته كړه چې څه موده ما دا چاره له كورنۍ نه پټه وساتله خو يوه موده پس مې چې د خپلې كورنۍ كسانو ته خپله عقيده څرګنده كړه نو ډېره حيرانه شوم چې هغوی زما د عقيدې په خوشحالۍ سره هركلی وكړ او د اسلام په هكله یې تحقيقات شورو كړل چې په دې كار زۀ د خدای پاك ډېره شكرګزاره يم.
369644