د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جنوب ختیځ ايشيا شعبې د يو راپور پر اساس، شيخ «محمد نعيم» چې په بنكاك كې د «صاحب الزمان(عج)» د جومات امام او ويناوال چې د نړيوالې المصطفی پوهنتون زده كوونكې و د ايكنا خبريال سره خبرو كې داسې وويل: چې دا كمیټی په 1428سپوږميز كال كښې د بنكاك د مالدارو خلكو په مرستې او له خلكو ټول شوی مدد سره جوړ شوې ده.
هغه د دې كمیټی جوړلو مقصد، چې اوس 193 غړی لری، غريبانو او فقيرو خلكو ته مدد رسونه او د اسلام خدمت كونكو مرسته كول او نور وركوټی انجمنو سره مرسته ذكر كړه او وې ويل: چې د دې كمیټۍ خدمتونه هم د بنكاك ښار د «صاحب الزمان(عج)» جومات كارونو څخه دی.
د نړيوال المـصطفی پوهنتون زده كوونكی وويل چې د دې كمیټی د كارونو په دوهمه برخه كې قرض الحسنه ده چې د ولی عصر كمیټی څه بجټ هغو مسلمانانو ته د قرض په توګه وركولې شی كوم خلك چې قرضې ته اړتيا لری.
369847