د ايران قرانی خبری اژانس د القدس موسسې sana په حوالې سره رپوټ وركړ چې دغې موسسې له قدس شريف نه د فلسطينيانو د شړلو او د هغوی د كورونو د ويجاړولو لپاره د صهيونيسټ رژيم د كوشش په حقله خبرداری وركړ او دا اقدامات یې د فلسطين د يهودی كولو لپاره يو ګام وبالۀ.
دغې موسسې د صهيونيسټ رژيم له اقداماتو څخه د اندیښنې په څرګندولو سره اعلان وكړ: اسرائيل بې له څه ډېرې كمې ويرې د نړيوالې ټولنې د سترګو په مخكښې د سترو بشری جنايتونو مرتكب شوی دی.
دغې موسسې تاكيد وكړ چې صهيونيسټ رژيم د لبنان له حزب الله سره په ٣٣ ورځنی او د فلسطين له خلقو سره په ٢٢ ورځنی جنګ كښې د پرله پسې ماتيو د تلافۍ لپاره فيصله كړې ده چې د دغه هيواد مسلمان ميشته سيمې ويجاړې كړی او د هغو اسلامی ښارونو په ځای صهيونيسټ ميشته ښارګی جوړ كړی. دغې موسسې له نړيوالو ټولنو څخه وغوښتل چې د فلسطين په وړاندې دې روښانه دریځ غوره كړی او اسرائيل دې د الهی دينونو د مقدساتو له سپكاوی او د مقدس ځايونو له ويجاړولو څخه منعې كړی.
371622