IQNA

په غزه كښې د صهيونيسټ رژيم لخوا د نړيوالو حقوقو د خلاف ورزۍ د اړخونو څیړنه

9:23 - March 03, 2009
د خبر لمبر: 1750866
سياسی ډله: (( په غزه كښې انسانی غميزه او د نړيوالو حقوقو خلاف ورزی )) تر عنوان لاندې يوه ورځنۍ غونډه د كورنيو او بهرنيو قانون پوهانو، قاضيانو، وكيلانو او د پوهنتون د استادانو په شتون سره د كب په ١٣ نیټه د تهران په استقلال هوټل كښې جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اژانس د (( فلسطين د مقاومت او غزه د جنايت د قربانۍ مظهر )) ترعنوان لاندې د څلورم نړيوال كانفرنس د خبری كمیټۍ په حوالې سره رپوټ وركړ: (( په غزه كښې انسانی غميزه او د نړيوالو حقوقو خلاف ورزی )) تر عنوان لاندې يوه ورځنۍ غونډه د كورنيو او بهرنيو قانون پوهانو، قاضيانو، وكيلانو او د پوهنتون د استادانو په شتون سره د كب په ١٣ نیټه د تهران په استقلال هوټل كښې جوړیږی.
په دغه غونډه كښې د كورنيو او بهرنيو قانون پوهانو، قاضيانو او وكيلانو درې ډلو په شتون سره د نړيوالو حقوقو له نظره د نيواكګرۍ او د مقاومت روا والی، په غزه كښې د نړيوالو حقوقو د قواعدو خلاف ورزی او ارتكابی جنايتونو ، د غزې په اړه د صهيونيسټ رژيم د جنايتكارانو په تعقيب او سزا كولو كښې د نړيوالو حقوقی او قضائی لارو چارو او ضرورياتو او په غزه كښې صهيونيسټ رژيم جنايتونو د حقوقی اړخونو د بحث او څیړنی تر عنوانونو لاندې چارو باندې غور او بحث وكړی
د يادونې وړ ده چې (( فلسطين د مقاومت او غزه د جنايت د قربانۍ مظهر )) تر عنوان لاندې څلورم نړيوال كانفرنس د نړۍ د مختلفو هيوادونو د 700 پارليمانی مشرانو او پلاؤ ، بهرنيو ميلمنو او د ايران د لوړ رتبه شخصيتونو او چارواكو په شتون سره د كب د مياشتې په ١٤ او ١٥ نیټه شورو او زيارت په ورځ د سرمشرانو د غونډو په هال كښې جوړیږی
371776
captcha