IQNA

په سوریې كښې د جامعه المصطفی قرانی پروګرامونو ته هركلی وويل شو

9:26 - March 03, 2009
د خبر لمبر: 1750907
د قرانی چارو ډله: په سوریې كښې د جامعه المصطفی كلتوری او روزنی مرستيال خبر راكړ چې د محصلانو كورنۍ او بچی چې په دې مدرسه كښې سبق وايی په دې هيواد كښې په هغه قرانی پروګرامونو كښې به ګډون كوی چې له دې مركز له طرفه به كیښودی كیږی.
محمد حجتيان د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبروكښې دا وويل: د دې پروګرامونو لپاره لومړنی كارونه تر سره شوی دی او ډېر زر به دا كلاسونه شورو شی.
هغه زياته كړه: د قران د موضوعی ايتونو حفظ، د قران د څلورمې برخې حفظ په يوه ټرم كښې، د قران د مفاهيمو كلاسونه، د قران دمعلوماتو په هكله مقابلې او يوه شپه قران سره، دا هغه پروګرامونه دی چې د جامعه المصطفی له خوا به تر سره كیږی.
هغه وويل: د لنډ وخت قرانې دورې د سوریې د استاذان په مرسته نور هغه كارونه دی چې د قران او حديث په هكله یې دا مركز تر سره كوی.
370547
captcha