IQNA

د شرم الشيخ په غونډه كښې د رفح د لارې په خلاصولو باندې تاكيد وشو

9:13 - March 04, 2009
د خبر لمبر: 1751450
نړيواله ډله: د غزې د بيا رغونې په نړيوالې غونډه كښې ګډون كوونكو له اسرائيلو نه وغوښتل چې زر تر زره دې د غزې د تړانګې لارې خلاصې كړی چې د خلقو د ضرورت او خوراكی مواد د رمل سيمې ته ورسی.
د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا د Sana په نقل سره رپوټ وركړ د غزې د بيا رغونې په نړيوالې غونډه كښې ګډون كوونكو له اسرائيلو نه وغوښتل چې زر تر زره دې د غزې د تړانګې لارې خلاصې كړی چې د خلقو د ضرورت او خوراكی مواد د رمل سيمې ته ورسی. د دغې غونډې په وروستۍ بيانيه كښې تاكيد وشو چې اسرائيل پكار دی په نړيوالو قوانينو باندې ژمن وی او د غزې د تجارتی اوغير فوځی ودانيو له تباه كولو څخه دې ډډه وكړی.
د غونډې كوونكو د فلسطين د بيا روغونې لپاره د نړيوالې ټولنې د كوششونو ستائينه وكړه او څرګنده یې كړه چې اسرائيلی رژيم دې بايد اجازه وركړی چې د غزې د بيا رغونې لپاره ضروری بنيادی مواد دغه ښار ته ورسی او د دغه ښار خلق خپله عامه زندګی شروع كړی.
په دغې غونډه كښې په راتلونكو دوو كلونو كښې د غزې د بيا رغونې لپاره د ګډونو كوونكو اويا هيوادنو د استازيو لخوا څه د پاسه څلور ميليارډ، څلور لكه او اتيا ميليونه ډالر وركړې شول.
372164
captcha