IQNA

« په غزه كښې انسانی غمېزه او د نړيوالو حقوقو خلاف ورزی » سمينار

9:11 - March 04, 2009
د خبر لمبر: 1751451
سياسی ډله: « په غزه كښې انسانی غمېزه او د نړيوالو حقوقو خلاف ورزی» تر عنوان لاندې يو ورځنی سمينارنن د سه شنبه په ورځ په تهران كې پيل شو
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د رپوټ له مخې « په غزه كښې انسانی غمېزه او د نړيوالو حقوقو خلاف ورزی» تر عنوان لاندې يو ورځنی سمينار د تهران په استقلال هوټل كښې د قانون پوهانو، فاضيانو، وكيلانو اود پوهنتونونو د استادانو په شتون سره جوړ شو.
د دغه رپوټ له مخې د ايران د اسلامی جمهوريت د عدلیې عمومی څارنوال حجت الاسلام والمسلمين دری نجف ابادی، د فلسطين د ازادی بخښونكی محاذ عمومی سيكتر احمد جبرئيل او د بشری حقوقو د كمیټۍ مشر محمد جواد لاريجانی او نور شخصيتونه د دې سمينار وېنا كوونكی وو.
همدا رنګ د قضائی قوې وړومبی مرستيال حجت الاسلام رئيسی او د قدس د نړيوال كانفرنس عمومی سيكتر حجت الاسلام علی اكبر محتشمی پور د دغه يو ورځنی كانفرنس له نورو ګډون كوونكو څخه وو.
372285
captcha