له اردن څخه د ايران قرانی خبری اژانس د خبريال د رپوټ له مخې د فلسطين د اسلامی مقاومت حماس د سياسی دفتر مشر خالد مشعل په دمشق كښې د اردن له يو ولسی پلاوی سره په كتنه كښې په غزې باندې د قدس د غاصب رژيم د يرغل په دوران كښې د اردن له ځانګړی دریځ څخه قدرونه وكړه. هغۀ وويل مونږ تل په اردن كښې د امنيت او قرارۍ غوښتونكی او له دغه هيواد سره د تعلقاتو د پراختيا غوښتونكی يو.
هغۀ د نتا نياهو او د اسرائيلو د افراطی ښی لاسی ګوند د مشرۍ د راتلونكی خطر په اړه د خبرداری په وركولو سره وويل چې دا غورځنګ په كامله توګه د فلسطينيانو لپاره د يو متبادل وطن له مسئلې سره مخالف دی خواه كه دغه وطن اردن وی او كه بل هيواد.
د حماس يو بل مشر محمود الزهار هم په دې كتنه كښې وويل چې د اردن ولس تل د فلسطين له ولس څخه ملاتړ كړی او كوی به. هغۀ زياته كړه مونږ هغه لاسونه ښكلوو چې د غزې د خلقو د كاميابۍ لپاره د اسمان په لوردعا ته پورته شوی دی
په دې كتنه كښې له خالد مشعل او الزهار نه علاوه موسی ابو مرزوق، خليل الحيه او سامی ابوزهر هم شتون لرۀ. دغزې له مقاومت سره د مرستې ملی كمیټی چې له اردن څخه د خالد مشعل ليدو ته تلې وه. د مختلفو ګوندونو، خپلواكو او قبائيلی سلو شخصيتونو باندې مشتمله وه.
372034