IQNA

امام خمينی(ره) د ټولو لوی ماركسيسم پيژاندې و

8:47 - March 04, 2009
د خبر لمبر: 1751462
د افتخاری خبريالو ډله/ روح‌الله رمضانپوركريمی: د قانون اساسی د خبرګانو تير غړی امام خمينی د يو لوی ماركسيسم پيژاندی په توګه ياد كړ.
د ايران افتخاری خبريالو ډله د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش په قم كښې «جلال‌الدين فارسی» د اسفند د مياشتې په دولسمه نیټه د دوشنبې په ورځ ماځیګر په يو سمينار "د اسلامی انقلاب نورو ته رسيدل" چې په شيخ مفيد پوهنتون كښې ترسره شوی و وويل: اوس زمونږ هيواد د انسانی علمونو خرچ كوونكی دی او په دې لاره كښې زمونږ صاحبنظران او څیړونكی لګيا دی كار كوی چې زمونږ هيوادد انسان علمونو پيدا كوونكی شی.
هغه وړاندې زياته كړه چې امام خمينی يو لوی ماركسيسم پيژاندې او تر اوسه پورې د امام خمينی(ره) د ژوند دې برخې ته چا اشاره نه ده كړی.
هغه زياته كړه چې امام له امريكې نه زيات ماركسيسم زيات خطرناك ګاڼه.
«فارسی» د ماركسيستی تفكرات په راتلونكی دور كښې خطرناك وګڼل او ویې ويل: نبايد دا فكر وكړو چې ماركسيسم په ختیځ يورپ او روس كښې ختم شوی دی بلكه هغوی ځانله د څیړنو مركزونه لری او اوس هم په يورپ كښې قدرت لری.
371943
captcha