IQNA

جماتونه د كلتوری حملې په وړاندې د ودريدو لپاره مورچې دی

9:05 - March 04, 2009
د خبر لمبر: 1751465
سياسی او ټولنيزه ډله: جماتونه د كلتوری حملې په وړاندې د ودريدو لپاره مورچې دی ځكه چې كه د دښمن د دې حملې په وړاندې چپ پاتی شو نو ډېر خطرناك ګوزار به وخورو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د اصفهان برخې په ګزارش، د اصفهان د لمانځه د ودرولو د غونډې ستر سكتر «رضا جديدی» د اسفند د مياشتې په 12 نیټه د جماتونو د ټولنيز او هنری غونډې د ستاينې په يو پروګرام كښې وويل: دا كلتوری او هنری غونډې د اسلامی جمهوری له بركتونو دی.
جديدی وويل: نن مونږ د اسلامی انقلاب له كاميابيدو 30 كاله وروسته د جماتونو مخپرتګ وينو چې جماتونه د دې غونډو په مرسته په سياسی او ټولنيزې ميدان كښې وړاندې تلی دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې اسلام د ټولنيز دين دی وويل: په جمات كښې د ځوانانو راغونډيدل د هغوی د فكری، ټولنيز، ادبی او علمی مخپرتګ سبب كیږی.
هغه جماتونه د ټولنيزې حـملې په وړاندې مورچې وګڼلې او زياته یې كړه: كه د دښمنانو د دې حملې په وړاندې چپ پاتی شو نو مونږ ته به ډېر نقصان ورسوی ځكه چې دښمن هم له بهره او هم دننه زمونږ د خرابولو لپاره پروګرامونه لری.
هغه زياته كړه: كه څه هم دا جنګ په سترګو نه شی ليدلی نو د روانكارۍ نښانې یې په ټولنه كښې څرګندې دی نو بايد په صحيح پروګرام سره د دې مقابله وكړو.
هغه وويل: 600 جماتونه داسې دی چې دې كار كښې وروسره مونږ مرسته كوو او د اصفهان ښار په جماتونو او مدرسو جوړولو كښې وړاندې دی.
372181
captcha