د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د مجلس شورای اسلامی د تشريفاتو او د نړيوالې ادارې یې نقلوی، د ډينمارك د مجلس د بهرنی سياست دكمیټۍ شره ليله لوندبك د دوشنبې په ورځ د اسفند د مياشتې په 12 نیټه د شواری اسلامی په ځای كښې د اقليتی دينونو د مجلس نمايندګانو سره ليدنه وكړه.
د ايران د مجلس د اشوريانو نماينده يوناتن بت كليا په دې ليدنه كښې د ايران او ډينمارك زړو اړيكو ته په پام وويل: ايران او ډينمارك تيرو ښو اړيكو ته پام كولی شی چې د يو بل د پيژونګلو لپاره ښه خبرې وكړی شی.
هغه زياته كړه چې مونږ دا عقيده لرو چې ځينې سپكاوی چې په ځينو هيوادونو كښې كیږی كيدی شی چې دا د هغوی د حكومتونو په خوښه نه وی خو مونږ دا هيله لرو چې بايد حكومت هغه كنټرول كړی چې په دې طريقه عيسيان هم په نورو هيوادونو كښې په ارام سره ژوند وكړی شی.
هغه وويل: په ايران كښې د يو مذهب كم خلك ښه په اسانه خپل نماينده ټاكی او مجلس ته یې رالیږی.
په دې ليدنه كښې د سويلی ارمنه و نماينده روبر بګلريان، د زرتشتيانو نماينده اسفنديار اختياری، د اشوريانو او كلدانيانو نمانده يوناتن بت كليا او د كليميانو نماينده سيامك مره حاضر وو.
372093