IQNA

د مصر مفتی د مسلمانانو د اقليتونو د نړيوالې اتحادیې جوړولو غوښتنه وكړه

9:00 - March 04, 2009
د خبر لمبر: 1751486
نړيواله ډله: د مصر مفتې ښاغلی «علی جمعه» په قاهرې كې د تايی لينډ سفير ښاغلی «نوبادون» سره په كتنې كې د مسلمانانو د اقليتونو د نړيوالې اتحادیې جوړولو غوښتنه وكړه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د سعودی عرب د يوې ورځپاڼې «الوطن» یې نقلوی، علی جمه اعلان وكړ: په دې اتحادیې كې بايد د ټولې دنيا د مسلمانانو اقليتونو استازی ګډون وكړی او دا اتحاديه د مسلمانانو اقليتونو سره مربوطو چارې حل كړی.
علی جمه ټينګار وكړ: چې دا اتحاديه د مسلمانانو اقليتو سره د مرستې او هغوی ته ورپیښ د غير اسلامی ولسو مختلف مشكلات حل كولو لپاره جوړیږی.
همدارنګ هغه وويل: دا د مسلمانانو د اقليتونو نړيواله اتحاديه به د اسلامی هيوادونوكې د اسلامی اقليتونو، اسلامی موسسو، قانونی موسسو او ښوونكې موسسو تر مينځه د ارتباط پيدا كولو رول ادا كوی.
372255
captcha