IQNA

اسلامی هيوادونه دې بايد يوشان اقتصادی اصول ولری

8:53 - March 04, 2009
د خبر لمبر: 1751488
نړيواله ډله: د انډونيشيا لومړی وزير ښاغلی «عبدالله احمد بداوی» له اسلامی هيوادونو غوښتنه وكړه چې په نړۍ كې د خپل اقتئصادی حالت روغتيا لپاره دې يو شان اقتصادی اصول ولری.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د فرانس رسمی خبری اژانس (AFP) یې نقلوی، «عبدالله احمد بداوی» چې د اسلامی اقتصاد پنځم سيمينار كې یې وينا كوله له ګډونكو هيوادونو یې غوښتنه وكړه چې ننی اقتصادی مشكلاتو حل كولو لپاره دې مفيد پروګرام رامينځ ته كړی چې روان اقتصادی كړكيچ دې په ښه ډول له مينځه اوباسی. او نورو هيوادونو لپاره دې سمبول وګرځی.
هغه زياته كړه: چې موجوده حالاتو كې اقتصادی نظام داسې دی چې تاجران د هغو څيزونو معاملې كوی چې حقيقت كې یې مالك نه وی، حال دا چې له داسې معاملې په اسلامی اقتصادی نظام كې منعه شوې ده. او اسلامی اقتصاد په هله مفيد وی چې ټول اسلامی هيوادونه دې په خپل مالی نظام كې يو ډول اقتصادی اصول وكاروی.
د انډويشيا ولسمشر لومړی مرستيال ښاغلی «يوسف كالا» هم هيله من شو چې كه اسلامی هيوادونه دې يو مناسب اقتصادی پروګرام جوړ كړی. چې مونږ ته د لويدیځ د اقتصادی نظام چې هميشه كړكيچ سره مخامخ دی، نجات راكړی.
دا اجلاس چې پرون د اسلامی هيوادو سترو اقتصادی او سياسی شخصيتونو په ګډون سره پيل شوې و نن سه شنبه د اسفند د مياشتې په 13 نیټه خپل كار ختموی.
372248
captcha