IQNA

په شام كښې ( غزه كاميابه شوه ) ثقافتی اونۍ شروع شوه

10:20 - March 06, 2009
د خبر لمبر: 1752187
د كلتور او هنر ډله: (( غزه كاميابه شوه )) تر عنوان لاندې ثقافتی هفته د فلسطنی د اسلامی غورځنګ حماس په همت سره د سوریې د يرموك په ثقافتی مركز كښې شروع شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د شام څانګې د دغه هيواد له سركاری خبری اژانس ( سانا ) په حوالې سره رپوټ وركړ (( غزه كاميابه شوه )) تر عنوان لاندې ثقافتی هفته د فلسطنی د اسلامی غورځنګ حماس په همت سره د سوریې د يرموك په ثقافتی مركز كښې شروع شوه.
د غزې د كاميابۍ د نمانځلو په دې ثقافتی هفته كښې مختلفو پرواګرامونه اجرا كولې شی چې له هغو څخه د مقاومت په موضوع د مشاعرې محفل، د صهيونيسټ رژيم په موضوع سره سياسی سمينار او په هغۀ كښې د اسرائيلو د سټراټيجكې ماتې اړخونو او له كاميابۍ نه مخښې او پس د حماس غورځنګ تر عنوانو لاندې د دو ويناګانو اجرا ته اشاره كولې شو.
د حماس غورځنګ د سياسی دفتر غړی محمد نزال د پرانيستې په مراسمو كښې وويل: حماس د موجودو معيارونو او شرطونو په بنياد د صهيونيسټ غاصب رژيم په بندونو كښې د ټولو اسيرانو او د نيول شويو كورنيو د ازادۍ په حقله ژمن دی
هغۀ څرګنده كړه: حماس د اسيرانو ترمينځ د فرق قائل نۀ دی او د اسرائيلی اسيرانو ازادی هم د ټولو فلسطينی اسيرانو او نيول شويو كسانو د ازادۍ لپاره د حماس د پخلی په چوكاټ كښې ترسره كیږی.
372959
captcha