IQNA

معنوی سلامتيا په بدنی سلامتيا كښې ډېر زيات اثر لری

10:14 - March 06, 2009
د خبر لمبر: 1752217
سياسی ډله: اولس د دې خبرې په بيان سره چې معنوی سلامتيا په بدنی سلامتيا كښې ډېر زيات اثر لری يادونه وكړه: د پاك روح كسان هیڅكه كمزوې او خپه كیږی نه ځكه چې معنوی ايمان د انسان په بدن ډېر اثر لری او هغه په ډېرو ناروغيو غالب كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اولس مشر له رسندويو یې نقلوی، د سه شنبې په ورځ د كب د مياشتې په 13نیټه د اسلامی كانفرنس د غړيو هيوادونو د سلامتيا د وزيرانو په كتنه كښې وويل: بې له روحی سلامتيا په ژوند كښې څه خوند نشته ځكه بدنی سلامتی ورپسې تړلی ده.
هغه زياته كړه: د انسان سلامتی د هغه د ښه ژوند د تيرولو لپاره يوه سريزه ده.
اولس مشر دې خبرې ته په پام وويل: په خدای باندې ايمان ستل د انسان په يو يو سلول كښې اثر لری نو بايد له يوه اړخه د خپل بدن د سلامتې خيال ساتو نو له بل طرفه د معنوی ايمان هم خيال وساتو.
احمدی‌نژاد: مونږ سره په اسلامی نړۍ كښې ډېر طبيبان شته چې بايد نن هم د هغوی له زده كړو ګټه واخلو لكه: ابن سينا ابوريحان بيرونی، رازی او داسې په سلګونو ډاكټران.
هغوی په اخر كښې د دې د اسلامی كانفرنس د غړيو هيوادونو د سلامتيا د وزيرانو له ناستې ډېره مننه وكړه او هيله یې وكړه چې د سلامتيا په لار كښې د ټولنی فقر ختم شی او په راتلوونكی وخت كښې اسلامی هيوادونه داسې شی چې ټول خلك او ټول هيوادونه د علاج لپاره هلته راځی.
372829
captcha