IQNA

د الجزائر له ټيليويژن چينلو فتوا وركول منعې شو

12:17 - March 07, 2009
د خبر لمبر: 1752611
نړيواله ډله: د ټيليويژن له سپوږميزو چينلو د دينی فتواګانو زياتيدل، د الجزائر حكومت دې ته مجبور كړ چې دا قانون جوړ كړی چې د ټيليويژن له چينلو دينی فتوا وركول منعې دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د liberte-algerie یې نقلوی، ځينې ګټه خوښی كسان بې له دې چې د دين علم ولری د ټيليويژن چينلو ته راځی او بې اساسه فتواګانې وركوی. او همدا خبره د دې سبب شوه چې د الجزائر د مذهبی چارو د وزارت علمی شورا په يوې ناستې كښې دا اعلان وكړ چې له دې پس به له ټيليويژن فتوا نه شی وركول كيدی.
په دې ناسته كښې ګډون كوونكيو د فتواګانو په ګټه او تاوان خبرې وكړې او ویې ويل چې عالمان دې بايد د فتوا لپاره يو داسې مناسبه طريقه وښيی چې حكومت ته قبوله وی.
د الجزائر د مذهبی چارو وزير «بوعبدالله غلام‌الله» په دې هلكه وويل: د جماتونو ملايان دا ذمه واری لری چې هغه كسان چې د فتوا وركولو حق نه لری د هغوی په خلاف سخت عمل وكړی.
هغه همدارنګ زياته كړه: اسلام د الجزائر رسمی دين دی او جماتونه هم د حكومت يوه برخه دی نو دې ته په پام په اسلامی چارو كښې د فتوا جاری كول او حكم كول د جماتونو د امامانو كار دی نه د نور چا.
373632
captcha