د ايران د ستر لارښود په نړيوالو چارو كښې مشاور علیاكبر ولايتی، د فلسطين په حمايت كښې د نړيوال كانفرس په اړخ كښې د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: ما ته د دې پیښې ډېره دقيقه اطلاع نشته خو په كلی توګه كوم يو كار چې د شيعه او سنيانو د جدایۍ لپاره كیږی هغه ښه نه دی.
هغه وويل: په اسلامی نړۍ كښې بايد په هر ځای كښې له تفرقې او جدایۍ ځان وساتو او كوم څيزونه يا عوامل چې تفرقه اچول غواړی هغه له مينځه يوسو.
هغه زياته كړه: دا وخت د مسلمانانو د وحدت وخت دی او له وحدت او يووالی هیڅوك ضرر نه مومی بلكې اپوټه تفرقه او جدايی د مسلمانانو د كمزورۍ سبب كیږی او دا خبره د اسلام او اسلامی امت په ضرر ده.
يادونه كوو چې د فلسطين د حـمايت نړيوال كانفرنس د چهارشنبې له ورځې د كب د مياشتې په 14نیټه د ايران د ستر لارښود په وينا سره شورو شو او پرون ختم شو.
373607