IQNA

د تايی لينډ اسلامی بانك لخوا د دې هيواد د جنوب د مسلمانانو مالی مرسته

11:55 - March 07, 2009
د خبر لمبر: 1752646
سياسې او ټولنيزه ډله: د تايی لينډ اسلامی بانك د دې هيواد د جنوب مسلمانانو د اقتصادې حالت ښه كولو لپاره له خپل بجټه 80 ميلينه باتی برخه مختصه كړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د ختیځ ايشيا څانګې د يو راپور پر اساس، چې د تايی لينډ ورځپاڼې «كامپونگ» یې نقل كړې ليكې د د تايی لينډ اسلامی بانك مشر ښاغلی «سمچای ويرلپول» په دې هكله وويل: د تايی لينډ اسلامی بانك غواړی چې د هغو اسلامی شركتونو سره مالی مرسته وكړی چې حلال څيزونه له دې هيواده بهر لیږی.
هغه زياته كړه: دا امداد تقريبا 80 ميلينه بات دی چې د تايی لينډ د جنوب سيمې مسلمانانو سره اختصاص لری.
د تايی لينډ اسلامی بانك مشر په پاې كې وويل: ښايی چې دا امداد د دې سيمې د محرومو خلقو د اقتصادی مشكلات حل كړی.
373326
captcha