IQNA

قران پاك سر ه ټينګه اړيكه له بدو اخلاقو څخه د ليرې كيدو سبب جوړیږی.

11:48 - March 07, 2009
د خبر لمبر: 1752654
د ګزارش ډله: معصوم امامان په ځوانۍ كې د قران پاك په تلاوت او حفظ باندې تاكيد كوی. چې ځوانان څومره زيات قران پاك ته نږدې شی هومره معنويت به ورته ملاویږی او همدا څيز د هغوی د كاږو لارو او بدو اخلاقو څخه لری والی سبب ګرځی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د قران پاك د خصوصی مركزونو څانګې د يو راپور پر اساس، قران پاك سره اړيكه پيدا كول د هر مسلمانان فريضه دی او امامانو په دې مسلې ډير زيات ټينګار كړې دی او له ټولو خلقو، بيا په تيره له ځوانانو یې غوښتنه كړې چې قران پاك سره دې مانوس شی او له هغې ګټه واخلی.
حيرانتيا دلته ده چې الله تعالی قران پاك د مومنانو د هدايت او بيمارانو شفا او د هر څيز بيان ګرځولی دی خو ځينې خلق له قران دومره لری دی چې د قران پاك تلاوت هم نه ورځی.
امير المؤمنين حضرت امام علی عليه السلام خپل اخيری وصيت كې فرمايلی و چې تاسو ته د قران پاك يادونه دركوم هسې خو نه وی چې دښمن له تاسو زيات په قران عمل وكړی او ستاسو په عمل كې له هغوی هم روسته پاتې شئ
څلورم اما م حضرت زين العابدين عليه السلام فرمايی چې قران پاك بهترين ملګری دی او كه د دنيا د ختیځ او لويدیځ ټول مخلوق هم له دنيا لاړ شی تر څو چې قران پاك ما سره وی نو وحشت او يره به محسوسه نه كړم.
اميرمؤمنين علی(ع) فرمايی: كله چې انسانان ګناه كوی نو خدای پاك وايی چې زه به په ټولو خلقوعذاب نازل كړم خو كله چې هغه ځوانان وګوری چې جومات ته روان دی او ماشومان د قران پاك زره كړې لپاره ځې نو خدای پاك د دوې ته په رحمت سره نظر كوی او خپل عذاب روسته كوی.
338224
captcha