IQNA

د غزې جنګ د لويدیځ او د هغه د صهيونيسټی رژيم د مرستيالو د شرميدو دليل و

8:26 - March 08, 2009
د خبر لمبر: 1753025
سياسی ډله: د جمهور اسلامی ايران د امنيت د شوری ستر سكتر د غزې اخرنې جنګ د لويدیځ او د رژيم صهيونيسټی د شرميدو سبب وګاڼه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ملی امنيت شورا یې نقلوی، سعيد جليلی د فلسطين د سپيكر سكرټری احمد بحر او ځينې د مجلس نمايندګانو سره په ليدلو كښې وويل: رژيم صهيونيسټی او د هغه ملګرو چې په 22 ورځو جنګ كښې دا هڅۀ كوله چې د فلسطين له مظلومو خلكو انتقام واخلی خو خپل ټول طاقت سره یې ماتې وخوړه او شرمنده او رسوا شول.
هغه زياته كړه: د امريكې او د رژيم صهيونيسټی د ملګرو دې د دروغو او پوچو خبرو سره خپله حقيقی څيره هم په ډموكريسۍ كښې او هم په انسانی حقونو كښې خلكو ته څرګنده كړه.
د فلسطين د سپيكر سكرټری احمد بحر هم په دې خبره ټينګار وكړ چې فلسطينيانو په ډېرو سختو حالاتو كښې مقاومت كړی دی او اوس هم د خپل ايمان او عقيدې د ساتلو لپاره كلك ولاړ دی.
هغه د اسلامی جمهور ايران څخه مننه وكړه او ویې ويل: بايد دا هڅه وشی چې دا ارمان د نړۍ د ټولو مسلمانانو په ضمير كښې ژوندې پاتی شی.
373955
captcha