IQNA

د پيغمبر اكرم د زوكړې په مناسبت په زامبيا كې جلوس

9:38 - March 08, 2009
د خبر لمبر: 1753106
سياسی او ټولنيزه ډله: نن د شنبه په ورځ د كب د مياشتې په 17 نیټه د وحدت د اونۍ او د پيغمبر اكرم (ص) د زوكړې په مناسبت په وړومبی ځل په زامبيا كې ټول مسلمانان (شيعه او سنی) به د زامبيا له اصلی چوكه جلوس وباسی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې جلوس كې ګډون كوونكو په لاس كې به داسې بينرې وی چې په هغه باندې به په انګريزۍ ژبه كې د سولې او ټولنيز عدالت په هكله د قران پاك ايتونه او حديثونه ليكی وی.
د دې جلوس اصلی مقصد د زامبيا خلك د پيغمبر اكرم (ص) د سيرت سره اشنا كول دی، د ذكر وړ ده چې دا جلوس د زامبيا د حكومت د رسمی اجازې سره تر سره كیږی.
د ايران د كلتوری مركز غړی او د شيعه ؤ ځينې ټولی هم په دې جلوس كې ګډون كوی.
په زامبيا كې د ايران د كلتوری مركز مشر ښاغلی »حجت‌الاسلام والمسلمين مولانا محمد اسدی موحد» په دې مراسمو كې د وحدت د اونۍ درنښت او احيا كول او د مسلمانانو يووالی اهميت په موضوع وينا كوی.
373972
captcha