IQNA

احسان اوغلو: اسلام د ښځې حقوقو ته عزت وركړ

9:34 - March 09, 2009
د خبر لمبر: 1753565
سياسی او اجتماعی ډله: د اسلامی كانفرنس د تنظيم عمومی سيكتر اكمل الدين احسان اوغلو د مارچ د مياشتې د اتمه نیټه د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل يو بيان كښې وويل: اسلام يو اسمانی دين دی چې د ظهور له وخت نه یې د ښځې حقوقو ته عزت وربخښۀ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د تركیې څانګې د عربستان د سركاری خبری اژانس (واس) په حوالې سره رپوټ وركړ، د اسلامی كانفرنس عمومی سيكتر په دوام كښې د ښځې د نړيوالې ورځې په مناسبت د سږ كال شعار ته په اشارې سره چې (( ښځه او سړی، د ښځو او جينكو په خلاف د تشدد په وړاندې يو ځای )) دی، وويل په دې شعاركښې ښځې په رغوونكی رول باندې اعتراف او د هغۀ عملی كول په يو ځای باندې غږمله كیږی او دا واضحه ده چې د اسلام د ظهور له وخت نه د ښځې مسئلې بڼه ونيوه.
له دې امله چې د دې مبين دين تعليماتو په قوت او دوام سره د ښځې په خلاف تشدد او خشونت مطرح او هغه یې په سختۍ سره رد كړ.
هغۀ وويل: ښځه د كورنۍ په مركز كښې اصلی مقام لری او د كورنۍ په جوړولو كښې محوری رول لری. هغۀ د ښځې او سړی ترمينځ د فرق د مفهوم په حقله تيرو احكامو او غلطو تصوراتو ته چې هماغه شان وجود لری او په ځينو نړيوالو ټولنو كښې د ښځې په كمزوری كولو كښې برخه لری په اشارې سره څرګنده كړه په دې كښې هیڅ شك نشته چې نن حتی په پرمختلليو او د ترقۍ په حال كښې ټولنو كښې د تشدد په شان خطرناكې ښكارندې سره د ښځو د مخامخيدنې كتونكی يو.
اوغلو همدارنګ د اسلامی تنظيم غړی ټول هيوادونه د ښځې په خلاف د تشدد د ختمولو، هغې ته د ټولو انسانی حقوقو او ازادۍ وركولو چې د ترقۍ او مساواتو د پوره كېدو لپاره يو ضرورت دی په زمينه كښې د عملی او فعالې ايجنډې په وړاندې ژمنې ته راوبلل.
374614
captcha