IQNA

د قران تاريخ ګذاری يوه ستره علمی غوغا جوړوی

9:38 - March 09, 2009
د خبر لمبر: 1753566
فكری او علمی ډله: د قران مجيد تاريخ ګذارۍ ته د كتنې كتاب ليكوال وويل: د ايتونو د شان نزول په بنياد د قران مجيد د تاريخ ګذارۍ بيان يو ستره علمی غوغا او هياهو رامنځته كوی اود قران په پوهېدو كښې زيات تاثير لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د دارالحديث د علمی كلتوری موسسې د څانګې د رپوټ له مخې د قران تاريخ ګذارۍ ته د كتنې كتاب ليكوال جعفر نكو نام د قران تاريخ ګذارۍ ته كتنه نومې كتاب نقد او څېړنې په غونډه كښې وويل: د قران مجيد تاريخ ګذاری يعنې د قران د نزول د واحدونو ټاكل او د قران مجيد د نزول واحد چې په پېغمبر اكرم (ص) باندې نازل شوی دی اوس كه په يو ځل نازل شويو سورتونو كښې يو ټول سورت وی او كه د يو سورت څه برخه چې په تدريجی توګه په پېغمبر باندې نازله شوې ده.
نكو نام زياته كړه د قران د تاريخ علم په الهی ايتونو باندې په دقيقه توګه تاريخ ګذاری ده او په قرانی علومو كښې يو مهم او ارزښتناك بحث دی. دا علم يو لړ داسې موضوع ګانې څیړی چې د قران مجيد له نزول نه پس تاريخ بدلونونو ته يو ډول پاملرنه كوی. لكه د قران د ايتونو د راغونډولو، د هغو د تدوينولو، د راغونډولو شمير، د هغو د رسم الخط، د قران د قرائت او د هغۀ د اختلاف د علتونو د مسئلې څه رنګوالی او دا ټول د قران د تاريخ ګذارۍ لپاره سرچينې كېدې شی.
هغۀ وويل:د ١٩ پیړۍ مستشرقينو دا كار كړی دی او په حقيقت كښې د قران د تاريخ ګذارۍ اغاز كوونكی دی. له ټولو مخكښې ګوستاو وای نومې كس په دې زمينه كښې مطالعه او تحقيق وكړ او دا كار د نورو لپاره الهام بخښونكی شو او هغوی دې چارې ته پراختيا وركړه.
هغۀ زياته كړه زۀ په دې باوری يم چې د قران مخاطب د نزول د زمانې مخاطب دی او هر سورت د خاصو مخاطبانو او خاصې زمانې لپاره بيان شوی دی ، كه څه هم ټول انسانان هم كولې شی له دې الهی كتاب نه په هره زمانه كښې ګټه پورته كړی، نو په دې بنياد كو مونږ كولې شود قران تاريخ ګذاری د ايتونو د شان نزول په بنياد وټاكو نو يو ستره علمی غوغا مو رامنځته كړی ده او د قران له پوهې سره مو يوه ستره مرسته كړې ده.
374686
captcha