IQNA

په قران او اسلام كښې ولايت او رهبری د الهی خلافت مقام دی

9:39 - March 09, 2009
د خبر لمبر: 1753567
د رپوټ ډله: په قران او اسلام كښې ولايت او رهبری د الهی خلافت مقام دی او رهبرد خليفه الله په توګه بايد د الهی احكامو او د اسلامی ټولنې د ګټو په بنياد عمل وكړی.
د قران مجيد د قرائت او تلاوت د فنونو په څانګه كښې قرانی محققې صغرا حسين زاده د ايران د قرانی خبری اژانس د قرانی تخصصی مركزونو له څانګې سره په مركه كښې دې مطلب په بيانولو سره وويل: د ټولنې يوه نه انكارېدونكې لازمه د رهبر وجود او د ډله ايز ژوند قبلول دی او په يوه غوره ټولنه كښې هیڅ څيز د ولايت او رهبرۍ په اندازه اهميت نه لری ځكه چې د اصولو اجرا د هغۀ په سيوری كښې تحقق مومی.
هغې د قران د اشارو په استناد سره وويل: «انّی جاعِلُكَ للنّاسِ اماماً» خدای پاك د هر وخت او هرې زمانې لپاره د انسان د نجات او هدايت لپاره يو رهبر او مشر ګرځولی دی «قُل هذِهِ سَبيلی اَدعُوا الی اللهِ علی بَصيرةٍ اَنا و مَنِ اتَّبَعنی».
هغې زياته كړه رهبر بايد د خلقو په مال او ځان باندې امين او د الهی احكامو جاری كوونكی وی چې وكړې شی اسلامی عدالت په خلقو كښې رائج كړی چې د دې چارې لازمه له ګناهونو ا په انسان باندې له ظلم نه ډډه كول دی. دغې محققې څرګنده كړه: قران مجيد او نور اسلامی تعليمات د اسلامی ټولونو لپاره غوره نمونې معرفی كوی او په قران مجيد كښې د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) او حضرت ابراهيم (ع)د ژوند طور او طريقه د اسلامی ټولنې د يوې غوره نمونې په توګه د تائيد وړ ګرځېدلې ده.
هغې په اخير كښې وويل: هره چاره چې د انسان لپاره ګناه ګڼل كیږی د ټولنې لپاره مضره ده او هغه فاسدوی او ګناه په مثال د اور دی چې كله چې د ټولنې په يوه برخه كښې اور ولګی نو كوشش پكار دی چې هغه اور مړ كړې شی او د اسلام مكتب د ټولنې او چاپيريال سالم جوړول د يوې واجبې او عبادتی چارې په توګه د نمونځ او روژې په قطاركښې وړاندې كوی او هغه د پيغمبرانو او نيكو كسانو د روش او طريقې په توګه بولی.
374530
captcha