IQNA

د ايران د اسلامی جمهوريت ملی اركسټ او تيونس تعلق

9:40 - March 09, 2009
د خبر لمبر: 1753568
كلتور او هنر: په تيونس كښې د ايران كلتور او ثقافتی مسئول د تيونس په اريحا هوټل كښې په يوې غونډه كښې د تيونس او د ايران د اسلامی جمهوريت د هنرمندانو د تعلقاتو اهميت ته اشاره وكه او د هنری تجربو د تبادلې په هدف سره د لا زياتو تعلقاتو او ارتباطاتو غوښتونكی شو.
د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا رپوټ وركړ: دغه غونډه د ايران د ملی اركسټ ډلې د وړومبی كلارينت غږونكی او د تهران د سمفونی اركسټ غړی محمد حسين پور معين او د تيونس د ملی اركسټ ډلې مشر احمد عاشور او په تيونس كښې د ايران د كلتوری مركز د مشر سيد حسن عصمتی په شتون سره په اريحا هوټل كښې جوړه شو.
د دې غونډې غړی د ايران او تيونس د ملی اركسټانو د ارتباطاتو د فعاليدو غوښتنه وكړه چې د تيونس د ملی اركسټ ډلې مشر یې هركلی وكړ.
374776
captcha