يو جاپانی حقوقدان رحما يوكيچی د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) خبريال سره په خبرو كښې وويل: په دې وخت كښې د لويو طاقتونو برلاسې له نړيوال عدالته زيات دی.
يوكيچی سره د دې چې د نړيوالو قانونو په جوړولو كښې كومې كمې وې هغې ته یې اشاره وكړه او ټينګار یې وكړ: نړيوال عدالتونه او نړيوال د رجوع ځايونه د لويو قدرتونو په اشارې هدايت كیږی او دا څرګنده ده چې په داسې حالت كښې به د هغوی په خلاف څه كاروايی نه كیږی.
دې مسلمان حقوقدان ويل: بايد د دې سيلاب په وړاندې دې مسلمانان يو شی او كه مسلمانان د فلسطين مسله حل كول غواړی نو لومړې بايد په خپلو كښې متحد شی.
هغه د جمهوری اسلامی ايران د مسلمانانو له حقونو دفاع ډېره وستايله په بيله توګه د فلسطين په مسله كښې.
رحما يوكيچی، د غزې په حق كښې نړيوال كانفرنس چې د 80 هيوادونو د نمايندګانو په ګډون سره په ايران كښې ترسره شو يو ښه حركت وګاڼه او ویې ويل چې د مسلمانانو د خپلو نظريو د څرګندولو لپاره دا يو مناسب ځای و.
رحما يوكيچی هغه كس و چې په دې كانفرنس كښې یې ګډون كړی و
374157