IQNA

كه انسان خدای ته پام وكړی نو د زغملو او برداشت طاقت پكښې زياتیږی

9:23 - March 09, 2009
د خبر لمبر: 1753580
د امام رضا عليه السلام د مزار نماينده: په هر حال كښې خدای ته پام كول د صبر د زياتيدو او د زغملو سبب كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د خراسان برخې په ګزارش، د قم د علمی حوزې استاذ حجت‌الاسلام والمسلمين «راشد يزدی»، د شنبې په ورځ د كب د مياشتې په 17 نیټه د امام رضا عليه السلام د مزار په دارالدايه صحن هال كښې داسې وويل: حركت د انسان په ژوند كې ډېر مهم رول لری له همدې سببه عالمانو په دې باب په دوه ډله حركت قطعيه او توسطيه بحث كړی دی او تل په دې خبرې ټينګار شوی دی چې د خدای علم او قدرت ته پام لری د انسان د خصوصياتو د لوړاوی سبب كیږی.
هغه زياته كړه: كله چې انسان يو كار يوازې د عادت له مخې كوی نو د هغه حركت قطعيه دی او كله چې يو كار يوازې د خدای د رضا لپاره كوی نو د هغه حركت توسطيه دی.
هغه وويل د محصلانو او دينی طالبانو دا حركت عبادی حركت دی او حتی د دوی خوب هم يو ډول د عمل زده كول دی او ارزښت لری.
حجت‌الاسلام راشد يزدی زياته كړه چې د انسان هر هغه عمل قبلیږی چې خلوص سره وی، او كه انسانان د حق، عدل او انصاف لپاره حركت وكړی نو په دې دنيا كښې به ثابت او په هغه دنيا كښې به عزتمن پاتی شی.
374845
captcha