د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له د امنيت ملی له عالی شورا یې نقلوی، سعيد جليلی پرون ماځیګر د كب د مياشتې په 17 نیټه د ملګرو ملتونو د عمومی غونډې مشر میګوئل دسكوټو سره په ليدنه كښې وويل: په د امنيت په شورا باندې چې كوم نظام حاكم دی هغه د قدرت نظام دی چې په هغې كښې د ډموكريسی څه نه شته بلكه د چا چې پكښې زور زيات وی د هغه په حق كښې د ټولې نړۍ د هيوادنو په هكله فيصله كیږی.
د ملګرو ملتونو د عمومی غونډې مشر میګوئل دسكوټو هم په دې ليدنه كښې د تهران په سفر باندې خوشحالی څرګنده كړه او ویې ويل: د نړۍ د ننی مشكلاتو سبب د انسانانو د خدای د قدرت په خلاف سركشې ده، نن ايران چې د دې خبرو دعوت وركوونكی دی او د خپل حق او عزت لپاره زور كوی، د ټولو په نظر كښې درون دی.
میګوئل دسكوتو دې خبرې ته په پام چې په نړيوالو مناسبتونو كښې دوه ډوله حكم كول او د سوډان د اولس مشر د نيولو حكم د عدالت مسخره ده وويل: كه څوك د نسل كشۍ په جرم باندې د نيولو او قيدولو حق لری هغه جارج بش دی.
374083