د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د «وحدت د قرآن او سنت له نظره» سمينار د وحدت د اوونۍ او د دې لپاره چې د اسلامی فرقو تر مينځ د وحدت په ضرورت باندې ټينګار وشی تر سره كیږی.
په دې پروګرام كښې به د قم د دينی حوزې طالبان او د قران كاركوونكی ګډون كوی او وحدت سره تړلی موضوعات لكه: وحدت د قران او سنت له نظره، وحدت او د هغې ضرورتونه او د هغې د راوستلو طريقې او داسې نور موضوعات به پكښې څیړلی كیږی.
په دې پروګرام كښې د وحدت اسلامی په هكله خارجی طالبان پينځه مقالی وړاندې كوی د قران تلاوت، تجويد به پكښې وړاندې كیږی او «مهدی قره شيخلو» به پكښې ګډون كوی.
يادونه كوو د «وحدت د قرآن او سنت له نظره» سمينار د جمعې په ورځ د كب د مياشتې په 23 نیټه په «هدی» هال كښې چې په قرانی كلتوری سنټر كښې دی په تهران كښې ترسره كیږی.
374713