IQNA

وهابيانو سره مناظرې ته تيار يم

10:34 - March 10, 2009
د خبر لمبر: 1754067
سياسی او ټولنيزه ډله: د قم المقدس ښار يو مجتهد حضرت آيت الله العظمی حسين نوری همدانی ، وهابيانو ته د مناظری بلنه وركړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د قم څانګې يو راپور پر اساس، آيت الله العظمی حسين نوری همدانی نن په وزارت دفاع كې كار كوونكو يوې ډلې سره په كتنې كې په تهران كې د فلسطينانو په حمايت كې كانفرنس ته په اشارې سره وويل: دې كانفرنس ټولې نړۍ ته وښايل چې ايران د مظلومانو اصلی مدافع دی او له ظاليمانو بيزاره ده.
هغوی زياته كړه چې ايران هميشه د مظلومان ملاتړ كوی او د هغوی حقوقو دفاع كوی.
نوری همدانی وويل چې په دې كانفرنس كې د ايران ستر لارښود ايه الله العظمی خامنه ای وينا او د هغه ګډون سبب شو چې نور هيوادونه بيدار شی او د صهيونسټانو د لاسه د مظلومو خلكو قتل عام نه خبر شی.
هغه په دوام د مناظری موضوع ته اشاره وكړه: چې په اسلام كې د مناظرې يو لوې حيثيت دی او مونږ هم څو ځله وهابيانو ته د مناظرې دعوت وركړې دی او اوس هم هغوی سره مناظرې ته تيار يوو
دی مجتهد زياته كړه: كه وهابيانو سره د خپلو كارونو څه دليلونه وی نو راشی او مناظره دې وكړی.
375121
captcha