IQNA

په تونس كښې د پيغمبر(ص) د زوكړی جشن ترسره شو

10:33 - March 10, 2009
د خبر لمبر: 1754103
نړيواله ډله: د حضرت محمد(ص) د زوكړې جشن پرون ماځیګر، د كب د مياشتې په 18 نیټه د تونس په ښار «قيروان» كښې په «عقبی ابن نافی» جمات كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د «TAP» خبری اژانس یې نقلوی، دا پروګرام د قران په تلاوت سره شورو شو او د عقبی جمات امام پكښې د اسلام د بيلا بيلو پيغامونو په هكله، لكه وحدت، تسامح، د نورو درناوې او د ظلم په وړاندې د ودريدلو په هكله خبرې وكړی.
په دې پروګرام كښې د تونس لومړی وزير «محمد غنوشی» هم ګډون وكړ.
همدرنګ پكښې حكومتی شخصيتونو، د سياسی حزبونو مشرانو، د تونس لوی مفتی، د دې هيواد د حكومتی غونډو مشرانو، د نورو هيوادونو نمايندګانو او د ايسسكو د غونډې ستر سكتر«عبدالعزيز بن عثمان التويجری» په دې كښې پروګرام كښې ګډون وكړ.
375318
captcha