IQNA

د «المصطفی» ادبی سمينار تر سره كیږی

10:28 - March 10, 2009
د خبر لمبر: 1754130
د ادب ډله: د نړيوال جشن او المصطفی ادبی سمينار د تر سره كيدو سره سره به د دين په تبليغ كې د شعر او ادب رول او د پيغمبر اكرم (ص) شاعر نه شونه د اسفند د مياشتې په اخيری ورځو كې جاجول كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د قم علمی حوزې د كلتوری څیړنې او مطالعاتو مركز نقلوی، د «المصطفی» ادبی سمينار مشر ښاغلی «سيدحيدر زيدی» د دې خبر د اعلان كولو په څنګ كې وويل: چې دا سمينار د اردو ژبی انجمن (بزم رافت) چې «جامعه المصطفی (ص)» سره مربوط دی د مشهد څانګې په مرستې سره د كب د مياشتې په 22 نیټه په «جامعه المصطفی (ص)» مدرسې كې تر سره كیږی.
هغه زياته كړه: چې تر اوسه پوری په اردو، انګريزی، عربی او فارسی ژبو كې 30 مقالې په مختلفو مضوعاتو لكه له پيغمبر اكرمه شاعری نفی كول، د دين په تبليغ كې د شعر او ادب رول او د شاعرانو مقام دې سمينار ته رالیږلې شوې دی.
په دې سمينار كې به د جامعه المصطفی د كلتوری روزنۍ مرستيال ښاغلی حجت‌الاسلام والمسلمين «زارعان» هم ګډون كوی.
375453
captcha