IQNA

(( په مختلفو دينونو كښې د وحدت لپاره د دعا د رول او مقام )) سيمينار په بمبۍ كښې جوړیږی

9:58 - March 11, 2009
د خبر لمبر: 1754622
سياسی او اجتماعی ډله: په بمبۍ كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری مركز د خدای د ګران رسول (ص) د ميلاداو د وحدت د اونۍ د رارسيدو په مناسبت (( په مختلفو دينونو كښې د وحدت لپاره د دعا د رول او مقام)) ترعنوان لاندې يو سيمينار په بمبۍ كښې د مسلمانانو د كلب په هال كښې د جوړولو اقدام كړيدی.
دغه سيمينار به د كب د مياشتې په ٢٤ نیټه د خالی په ورځ جوړیږی
په دغې غونډه كښې به سنی او شيعه عالمان، عيسائی پادريان، زرتشتی، هندو او سيك عالمان ګډون كوی. دغه غونډه په بمبۍ كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتور مركز په همت سره جوړیږی
375609
captcha