د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتی او مطبوعاتی عمومی مركزی ادارې په نقل سره رپوټ وركړ. د فلسطين د ازادۍ لپاره د خلق محاذ عمومی سيكتر احمد جبريل په تهران كښې د كب د مياشتې په ١٩ نیټه د ايران د خارجه چارو له وزير منوچهر متكی سره كتنه او خبرې اترې وكړې
منوچهر متكی په دې كتنه كښې چرګنده كړه: د هيوادونو او ملتونو د نومونو په فهرست كښې د فلسطين تر ټولو ښكلې كلمه د ايران او اسلامی نړۍ په خلقو كښې مطرح ده او د فلسطين له ارمانونو سره عشق او مينه پراخه شوې ده. هغۀ وويل: فلسطين نن له ژوند، حيات، عدالت او مقاومت سره مترادف دی
احمد جبريل هم په دې كتنه كښې د فلسطين له ارمانونو څخه په ملاتړ كښې د ايران رول ته په اشارې سره ايران د فلسطين تر ټولو كلك دوست او حامی وباله او وې ويل: مونږ د فلسطين په موضوع كښې د ايران په خلاف د ځينو عربی حكومتونو، روشنفكرانو او د رسنيو په څرګندونو د شرمندګۍ احساس كوو او هغوی ته وايو چې د ايران اسلامی جمهوريت د خپل تاسيس له ابتدا نه تل د فلسطين حقيقی مدافع ؤ او دی.
375783